CRI Online

شي جين پينګ او بوريس جانسن تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-24 12:33:43

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۳ مې نېټې په شپه د بريتانيا له لومړي وزير بوريس جانسن سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په تليفوني خبرو کې بوريس جانسن ته د ناول کرونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين د اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او هيله يې وښودله چې دواړه هېوادونه په ګډې همکارۍ سره د اړينو کسانو د تګ راتګ او تجارتي ترانسپورټ د تضمينولو ترڅنګ د دغه ويروس د خپرېدو خطرونه تر ډېره کم کړي. چين به په دې برخه کې بريتانيا ته ملاتړ او مرستې برابر کړي.

شي جين پينګ به خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې ويروس پولې او نژاد نه پېژني،يوازې د ټولو انسانانو په ګډو هڅو سره د ويروس پر وړاندې مبارزه کې به بريا وموندل شي. باور لرم چې په دغه مبارزه کې د بريا له موندلو وروسته به د چين او بريتانيا ترمنځ پوهاوی او ګډ نظرونه لازيات شي او خپلمنځي همکارۍ به لاپراخې شي.

بوريس جانسن په خپلو خبرو کې وويل چې د چين حکومت او خلکو د ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې يې ډېرې هڅې کړې او د پام وړ پرمختګونه يې ترلاسه کړي دي، زه له دې امله تاسو ته مبارکي وايم. اوس مهال په بريتانيا کې د کرونا ويروس د خپرېدو حالت سخت دی او بريتانيا د چين د اړوندو تجربو مطالعه کوي. زه د رئيس شي له نظر سره پوره موافق يم ، د وبا پر وړاندې هيڅ يو هېواد په يوازې ځان د خپل خونديتوب نه شي کولی ، نو بېلابېل هېوادونه دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای