CRI Online

هنګري ته د چين د مرستندويه طبي توکو لومړۍ جوپه ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2020-03-24 12:35:33

د چين مېډيا ګروپ د خبر له مخې، د هنګري د نوښت او علمي تکنالوژۍ وزارت خبر ورکړ چې د دغه هېواد پلازمينې بوداپست ته د چين د مرستندويه طبي توکو لومړۍ جوپه د مارچ د ۲۳ مې نېټې په سهار ورسېده. په دغو طبي توکو کې ۳۰۰۵۰ د ځان ساتنې طبي جامې او ۸۲۰۰۰ طبي ماسکونه شامل دي او د ياد هېواد بېلابېلو روغتونونو ته به د ناول کرونا ويروس د سږي ناروغۍ د تداوي لپاره وويشل شي.

د هنګري د نوښت او علمي تکنالوژۍ وزارت مسئول وايي دغه مرستندويه طبي توکي د هنګري لپاره ډېر اړين او مهم دي. وروسته به هنګري ته د چين نور مرستندويه طبي توکي او مواد هم وليږل شي، د هنګري حکومت او خلک د چين له مرستې څخه ډېره مننه کوي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای