CRI Online

د چيني دوديز طب درمل د ناول کرونا ويروس پر سږي ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې په بهير کې کارول کيږي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-24 12:46:51

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ په ۲۳مه نېټه په وو هان ښار کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د چيني دوديز طب درمل د ناول کرونا ويروس پر سږي ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې په بهير کې کارول کېدل چې د اغيزو انډول يې په سلو کې نوی و. چين غواړي چې اړمنو هېوادونو او سيمو ته د چيني دوديز طب درمل برابر کړي.

په همدې ورځ د چين د چيني طب ادارې د ګوندي کميټې منشې يوو يان هونګ وويل چې پر ناول کرونا ويروس له اخته کسانو څخه ۷۴۰۰۰ تنه د درملنې په بهير کې د چيني دوديز طب درمل شوي چې دغه شمېر په دې ويروس د اخته کسانو په عمومي شمېر ګې په ۹۱ اعشاريه ۵ برخه نيولی ده. د کلينيکي څارنې له مخې د دغو درملو د اغيزو انډول په سلو کې ۹۰ ته رسيدلی دی.هغې زياته کړه چې د چين د چيني طب او درملو ټولنه غواړي چې په اړونده برخه کې له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ پياوړې کړي او له اړوندو هېوادونو او سيمو سره تجربې شريکې او ور سره د چيني دوديز طب درملو په شمول مرستې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای