CRI Online

د شلو سترو صنعتي هېوادونو ګروپ د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو يوه ويډيويي غونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-24 12:49:04

د شلو سترو صنعتي هېوادونو ګروپ د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو د مارچ په ۲۳مه نېټه يوه ويډيويي غونډه تر سره کړه او پر نړيوال اقتصاد د ناول کرونا ويروس د سږي ناروغۍ د اغيزو ،د اړوندو تدبيرونو د همغږۍ او له دغې ننګونې سره د مقابلې په باب يې بحث وکړ.

د ياد ګروپ د رئيسه هېواد سعودي عربستان د دغې غونډې مشري وکړه او د ماليې وزير يې محمد الجدعان وويل چې د ناول کرونا ويروس سږي ناروغۍ پر نړيوال اقتصاد ډېرې منفي اغيزې کړې چې دا د نړيوال اقتصاد راتلونکې د خرابېدو سبب شوی دی،نو د شلو سترو صنعتي هېوادونو ګروپ بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، همغږي عمليات دې تر سره کړي، له اغيزمن شويو وګړو او تصديو څخه دې ملاتړ وکړي تر څو د نړيوال اقتصاد او پولي بازار ثبات وساتل شي، پرې باور بيا ټينګ شي او پر اقتصاد د دايمي منفي اغيزو مخنيوی وشي.

د دې ترڅنګ د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د مارچ په ۲۳مه نېټه په ژنيو کې يوه نوبتي خبري ناسته کې له دغه ګروپ څخه غوښتنه وکړه چې په يووالي سره خپله سياسي ژمنه پوره کړي او له ناول کرونا ويروس سره دې په مبارزه کې همغږي اوسي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای