CRI Online

شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر ماکرون سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-24 12:52:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۳مه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره تليفوني خبرې وکړې

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د روان کال له جنوري راهيسې مې د ناول کرونا ويروس له سږي ناروغۍ سره د مقابلې په کليدي پړاو کې له ولسمشر ماکرون سره درې ځلې تليفوني خبرې کړې دي چې ور څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور او د دوه اړخيزو اړيکو لوړه سويه ښکاري.دواړو هېوادونو هغه عنعنه فعاله ساتلې چې يو له بل څخه ملاتړ کوي، او يو بل هېواد ته يې طبي توکي او مواد ليږلي چې يو له بل سره د مرستو او د ستونزو د لېرې کولو په برخه کې د بېلا بېلو هېوادونو لپاره يوه ښه نمونه ګرځېدلې ده.زه په اروپا او فرانسه کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو حالاتو ته پاملرنه کوم او چين غواړي چې له فرانسې سره د خپل توان په اندازه مرستې وکړي.

ماکرون په فرانسه کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو او د دې خپرېدا د مخنيوي لپاره د اړوندو تدبيرونو په باب معلومات وړاندې کړل.فرانسه د زړه له کومې د چين له ارزښناک ملاتړ او مرستو څخه مننه څرګندوي او غواړي چې په روغتيايي چارو کې له چين سره همکارۍ وکړي او د شلو سترو صنعتي هېوادونو د ګروپ او د روغتيا نړيوال سازمان تر چوکاټ لاندې د اړوندو خواوو ترمنځ د همکارۍ د پرمخبيولو لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو په دې مبارزه کې بريا تر لاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای