CRI Online

د چين د دولت رئيس شی جين پينګ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-24 12:54:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۳مې نيټې په شپه د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې په وروستۍ موده کې د ناول کرونا ويروس سږي ناروغي په ځينو هېوادونو کې د چټکې خپريدا په حال کې ده. له حقيقتونو څخه بيا ښکاري چې مختلف هېوادونه د انسانانو د ګډ برخليک ګډه ټولنه ده، نو بېلا بېل هېوادونه بايد په يووالي سره د دې مبارزې لپاره ګډې هڅې وکړي. چين به له مختلفو هېوادونو سره يوځای د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ د افکارو پر بنسټ د ناول کرونا ويروس د مخنيوي لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه به له ګډو ګواښونو او ننګونو سره مقابله وکړي تر څو نړيواله عامه روغتيا او خونديتوب وساتل شي.مصر اوس د ناول کرونا ويروس د مخنيوي لپاره بېړنۍ دنده لري. چين غواړي چې له مصر سره اړوند معلومات، تجربې او طبي لاسته راوړنې شريکې کړي او مصر ته لازم طبي توکي برابر کړی او په دې برخه کې به له مصر سره ګډې هڅې وکړي.باور لرم چې د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول په دوه اړخيزې همکارۍ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ عنعنوي دوستي لاټينګه شي.

السيسي وويل چې چين له ناول کرونا ويروس سره په مبارزه کې مثبت پرمختګ موندلی چې ور څخه د رئيس شي قوي اواغيزمنه لارښوونه ښکاري. مصر په دې برخه کې د چين له مرستو څخه مننه کوي او باور لري چې په دې مبارزه کې د ګډو هڅو له امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي لاټينګه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای