CRI Online

د چين د طبي کارپوهانو ډله پنومپنګ ته ورسيدله

cri     (GMT+08:00) 2020-03-24 14:03:35

له کمبوديا سره د چين د طبي کارپوهانو مرستندويه ډله د مارچ په ۲۳مه نېټه د کمبوديا پلازمينې پنومپنګ ته ورسيدله. دا د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې غړو هېوادونو ته د چين له خوا ليږل شوې لومړۍ طبي ډله ده او په دې برخه کې به له ياد هېواد سره مرسته وکړي.

د همدې ورځې د سهار په اتو بجو او څلوېښتو دقيقو د چين هغه ځانګړې الوتکه چې پکط د اوو تنو په ګډون له کمبوديا سره د چين د طبي کارپوهانو ډله او د ناول کرونا ويروس د مخنيوي لپاره د چينی مرستندويه طبي توکي بار وو. د کمبوديا پلازمينې د پنومپنګ په هوايي ډګر کې ښکته شوه. د دغې ډلې غړي په پوره توګه د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم له کورواکې سيمې څخه دي. د ګوانګ شي د روغتيا ساتنې د ادارې مرستيال او د يادې ډلې مشر اې شيانګ د دغو طبي کارپوهانو د غړو په باب معلومات وړاندې کړل. هغه وويل،دغه ډله اوو تنو څخه جوړه شوې چې ډاکتران يې د تنفس، د روغتيا پالانو، پر ناروغيو د اخته کېدو د مخنيوي، عامې روغتيا، د ويروسونو د معاينې او د چينی طب او درملو په شمول له برخو سره تړاو لري. دغو طبي کارپوهانو له دوو مياشتو راهيسې د ګوانګ شي د ناول کرونا ويروس د مخنيوي په ټولو کارونو کې ګډون درلود. نو دوی د ناول کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د ښو تجربو لرونکي دي. دې ډلې له جوړېدو څخه ښکاري چې د چين د روغتيايي چارو کميټې د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې له کمبوديا سره مرستو ته په ډېره درنه سترګه ګوري.

د دغې ډلې ورتګ په کمبوديا کې د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. د دې هېواد صدراعظم هونسن د ټولنيزې رسنۍ په خپلې رسمي پاڼې، د دې هېواد د دولتي تلويزيون،د کمبوديا د فرېش نيوز په شمول خبري رسنيو خپل هېواد ته د دې ډلې د رسيدو په هکله ژوندۍ ويډيويي خپرونه وړاندې کړه.

د کمبوديا صدراعظم هونسن په ټولنيزه شبکه خپله رسمي پاڼه باندې وويل چې د چين د طبي کارپوهانو ډله به له ناول کرونا ويروس سره د مقابلې په برخه کې له کمبوديا سره اغيزمنې مرستې وکړي. د دې هېواد ډېرو انټرنېټ کاروونکو د اړوندو ويډيوګانو د ليدو ترڅنګ په جلا جلا توګه د چين د همکارۍ دغه کړنه وستايله او ويې ويل چې د چين له حکومت او خلکو څخه ډېره مننه کوي او د کمبوديا او چين ترمنځ دوستي لاټينګه او غښتلې ده.

د کمبوديا د روغتيايي چارو وزير مورم بوهنهنګ چې کمبوديا ته د دې ډلې د راتګ ښه راغلاست لپاره هوايي ډګر ته ورغلو، هم خپله مننه څرګنده کړه. هغه وويل، ور سره په ستونزمن وخت کې مرسته کول دا د کمبوديا او چين ترمنځ د وروڼو په شان د دوستۍ ښکارنديي کوي. د کمبوديا د صدراعظم هونسن او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د دواړو هېوادونو خلکو د اوسنيو ستونزو د لېرې کولو لپاره ډېرې هڅې کوي او زمونږ په همکاريو کې به هرو مرو لوی ځای ولري او سترې لاسته راوړنې به ولرو.

د دې طبي ډلې په رسېدو سره اته اعشاريه يو ټن طبي توکي او لوازم هم ليږدول شوي دي. په کمبوديا کې د چين لوی سفير وانګ ون تيان وويل چې په کمبوديا کې د دې ويروس له پيدا کېدو راهيسې په دې هېواد کې د چين سفارت تل له کمبوديا سره د دې ويروس او سږي ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ګډې هڅې کړې او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو خلک احساسات يو شان دي. وانګ ون تيان وويل،له ناول کرونا ويروس سره د چين د مقابلې په سخت او ستونزمن وخت کې صدراعظم هونسن له بېجينګ ليدنه وکړه او له چين څخه يې ملاتړ څرګند کړ. نن ورځ د چين حکومت کمبوديا ته د طبي کارپوهانو ډله او طبي مواد ليږلي دي. زما په اند دا د ستونزو د لېرې کولو لپاره د چين او کمبوديا د ګډو هڅو او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ ښودنه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای