CRI Online

تبصره: امريکايي سياسيون بايد خلک ناپوه و نه بولي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-24 18:59:45
تبصره: امريکايي سياسيون بايد خلک ناپوه و نه بولي

د ډونالډ ټرمپ د تښتې مخه ونيسئ! دا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يوې تبصرې عنوان دی. په دغه تبصره کې يو لړ واقعيتونه بيان شوي چې له مخې يې د امريکا مشران غواړي د ناول کرونا ويروس د مخنيوي په چارو کې پر خپلې ځپوونکې ناکامۍ پرده وغوړوي او په دې سره د خلکو توجه نورو ته ګرځول غواړي.

په دغه تبصره کې په امريکا کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو په اړه د دې هېواد د مشرانو په نظريو او څرګندونو کې دوه لوی بدلونونه ياد شوي دي.

لومړی: په تېرو دوو مياشتو کې د امريکا مشران په خپل هېواد کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو حالت ته جدي نه ښکاريدل، خو څو ورځې دمخه د دغه هېواد ولسمشر په ناڅاپي توګه وويل چې هغه مخکې اټکل کړی و چې دغه ويروس به د يو سخت ناورين سبب وګرځي.

دوهم: ډونالډ ټرمپ په اول کې د ناول کرونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين هڅې شفافې وبللې او ورڅخه يې مننه وکړه، خو وروسته يې دغه ويروس چين پسې وتاړه او پدې کړنې سره يې غوښتل چين بدنام ګوي.

د نيويارک ټايمز په دغه تبصره کې دې ته په اشارې سره ويل شوي چې د نوموړي هدف په خپل هېواد کې د دې ويروس د خپرېدو د اوسنيو سختو حالاتو پړه پر چين اچول او د دې ويروس د وقايې او مخنيوي په چارو کې د خپلې نيمګړتيا پټول دي.

د امريکايي رسنيو د خبرونو له مخې د امريکا استخباراتي ادارې لاوړاندې يعنې په تېرې جنورۍ او فبرورۍ کې څوڅو ځلې د هېواد مشرانو ته پر نړۍ د ياد ويروس د ممکنې خطرناکې اغېزې خبرداری ورکړی و، خو د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه د امريکا ولسمشر بيا هم په يوه خبري ناسته کې د خپلې وينا پر مهال د امريکايانو لپاره د ويروس خطرونه ډېر کم وبلل او له دې نه څه موده وروسته يې يعنې د مارچ په ۱۳ مه نېټه يې په خپل هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ. په ورته وخت کې د امريکا د مشرانو جرګې د استخباراتي کمېټې د رئيس په ګډون يو شمېر سياسيتوالو د اسهامي بازار له تزلزل وړاندې خپلې اسهامي ونډې خرڅې کړې. دوی يوازې خپلې شتمنۍ ته پاملرنه کوي او د خپل هېواد د خلکو روغتيا او ژوند يې له پامه غورځولی دی. برسيره پردې د امريکايانو لپاره د خواشينۍ وړ خبر دا دی چې په هېواد کې د دې ويروس د معاينې کيټونو له کمښت سره سره بيا هم ډېرو سياسيونو او مشهورو او شتمنو شخصيتونو چې د يادې ناروغۍ هېڅ نښې نښانې يې نه درلودې، معاينې ترسره کړې دي.

اوس امريکا د ناول کرونا ويروس له امله سخته ځپل شوې، نيويارک، واشينګټن او کليفورنيا د سختو ځپلو سيمو په توګه اعلان شوي، که د دې هېواد مشرانو پر وخت د ياد ويروس خطرونه خلکو ته ويلي وای، نو اوس به حالت دومره سخت نه و. خو امريکايي سياسيونو خپلې تېروتنې نه دي سمې کړې او هڅه يې کړې چې دغه پړه پر چين واچوي.

ځينو امريکايي مشرانو څوڅو ځلې په خپلو ويناوو کې ناول کرونا ويروس ته په چين پسې تړلی دی او رسنيو هم ليدلي چې د ټرمپ د وينا پر پاڼې ياد ويروس په چين پسې تړل شوی دی. د امريکا د ډېلي بيسټ ورځپاڼې د روانې مياشتې په ۲۱ مه نېټه خبر ورکړ چې سپينۍ ماڼې له ډېرو ادارو څخه غوښتي چې په ګډه چين وغندي او خپله ټوله پړه پر چين ورواچوي.

امريکايي سياسيون بايد خلک ناپوه و نه بولي، پر نورو د خپلې پړې له اچولو څخه بايد د دې ويروس د وقايې او کنترول چارو ته لومړيتوب ورکړي او تر ډېره او رښتيني ډول دې د خپلو خلکو روغتيا او ژوند ته پاملرنه وکړي، که نه، بيا به خپلځان هم ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای