CRI Online

امريکا د چين او نورو هېوادونو په منځ کې د نفاق اچولو په هڅه کې ده

cri     (GMT+08:00) 2020-03-24 20:15:41

د ډيلي بېسټ په نوم د امريکا خبري رسنۍ په دې وروستيو کې د يوه امريکايي چارواکي په قول خبر ورکړی چې (( ټولې چارې له چين سره اړيکې لري او بايد په بېلا بېلو لارو دغسې معلومات خپاره کړي.)) دا څرګنده ده چې د نوي کورونا ويروس ناروغۍ د سخت وضعيت پر واندې د امريکا حکومت پر چين د تورونو د لګولو هڅې زياتې کړي او ډېر ځلې يې دغه ويروس پر چين پسې تړلی دی، امريکا غواړي چې له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې خپل وروسته پاتې او کمزوري ګامونه پټ کړي پړه يې پر چين واچوي.

دا له پيشګويۍ څخه وتلې خبره نه ده چې د امريکا ياد شرمېدلي کړه وړه د نړيوالې ټولنې له غندنو سره مخامخ دي. خو اوس دوی د چين او نورو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې د نفاق په اچولو پيل کړی، څو د چين او نورو هېوادونو ترمنځ اختلاف رامنځته کړي.

چين د هېواد په دننه کې د نوي کرونا ويروس ناروغۍ د حالت د ښه والي تر څنګ له نورو هېوادونو سره مرستې کړي او کوي يې. د امريکا ځينو سياستوالو او خبري رسنيو د ياد وضعيت په اړه حسد او بد نيت پيدا کړی. د بېلګې په توګه د امريکا د سپينې ماڼۍ د سوداګريزې کمېټې مشر پيتر ناوارو پر چين باندې تور لګولی چې نورو هېوادونو ته د توکو د برابرولو له لارې يې تبليغاتي چارې تر سره کړې دي. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې وروستيو کې په يو راپور کې ويلي، چې له نورو هېوادونو سره د چين طبي مرستې بد نيت لري.

امريکا د نوي کرونا ويروس پر وړاندې نه يوازې له نورو هېوادونو سره مرستې نه دي کړې، بلکې له نورو هېوادونو سره د چين مرستو ته هم د شک په سترګه ګوري او غواړي له دې لارې چين بدنام کړي. د امريکا د ځان ځانۍ دغه روحيه اځان ته د لومړيتوب ورکولو اصل او د ځينو امريکايانو د سړې جګړې د ماغزې او د ايديولوژيکي فکر ښکارندويي کوي.

چين د نوي کرونا ويروس له ناروغۍ سره د مبارزې تر څنګ له خپلو ستونزو سره سره له نورو اړوندو هېوادونو او سيمو سره مرستي کړې او کوي يې. د اروپايي ټولنې د کميسيون مشرې اورزولا فون ديرلاين په دې وروستيو کې په ټولنيزې شبکې کې ليکلي چې (( موږ د چين له ملاتړ څخه مننه کوو))، (( په داسې ستونزمنه موده کې متقابل ملاتړ ته اړتيا لرو)).

له ويروس سره مبارزه علمي کار دی، د خولې له لارې برياليتوب نه شي تر لاسه کيدای. د امريکا ځينو سياستوالو ته وړانديز کوو چې د امريکايانو د ژوند او روغتيا ساتلو ته لومړيتوب ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای