CRI Online

امريکا د ناول کورونا ويروس پر سر له چين سره لفظي شخړه روانه کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-24 20:34:38
امريکا د ناول کورونا ويروس پر سر له چين سره لفظي شخړه روانه کړې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د مارچ په ۲۳مه نېټه په خپله ټويټر پاڼه کې د چين له مخالفت سره سره ناول کورونا ويروس په وو هان پسې وتاړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۲۴مه نېټه په دې اړه وويل د امريکا ځيني کسان په دې هڅې کې دي، چې ناول کورونا ويروس په چين پسې وتړي او په دوامداره توګه يې پر چين تورونه لګولي دي. چينايان ور سره سخت مخالفت څرګندوي.

ښاغلي ګنګ شوانګ وويل، په دې وروستيو کې د ناول کورونا ويروس په اړه د چين او امريکا ترمنځ د لفظې شخړې مسئول امريکا ده . چين هيله لري چې د امريکا ځيني کسان د نړيوالې ټولنې او امريکا په دننه کې د خلکو اوازونه واوري او پر چين تور لګول پای ته ورسوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای