CRI Online

شي جين پينګ د برازيل له ولسمشر جاير بولسونارو سره ټليفونې خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-25 11:34:30

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د برازيل له ولسمشر جاير بولسونارو سره ټليفونې خبرې وکړې. شي جين پينګ د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب په برازيل کې د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په چارو کې د دغه هېواد حکومت او خلکو ته صميمي خواخوږۍ او ټينګ ملاتړ څرګند کړ. شي جين پينګ وويل چې اوسمهال دغه ساري ناروغۍ په زياتو هېوادونو کې رامنځته شوي چې د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ همکاريو ته اړتيا شته. چين تل د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د نظريې له مخې په پرانيسې، شفافې او مسئولانه رويې سره پر وخت د ساري ناروغۍ مالومات خپاره کړي او د دغې ناروغۍ د وقايې او کنټرول او درملنې په چارو کې د روغتيا نړيوال سازمان او نړيوالې ټولنې سره خپلې تجربې شريکې کړې او کوي يې. چين غواړي برازيل ته تر وسی پورې مرسته برابره کړي چې په ټوله نړۍ کې د ساري ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي.

بولسونارو وويل چې اوسمهال د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ په برازيل کې د خپرېدو په حال کې ده. برازيل له چين څخه مننه څرګنده کړه چې په چين کې د طبي توکو د اخيستلو په ترڅ کې اسانتياوې برابروي او هېله لري چې له چين څخه تجربې واخلي او په ګډه له ساري ناروغۍ سره مبارزه وکړي. برازيل غواړي چې له چين سره دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي او د شلو هېوادونو ډلې په شمول په څو اړخيزو چوکاټونو کې همغږۍ زياتې کړي او د ساري ناروغۍ ضدمبارزو او اقتصادي ابادۍ کې رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای