د چين د صحت او روغتيا کمېتې تازه شمېرنه ښيي چې په تېرو څليرويشتو ساعتو کې د چين په ستره برخه کې د ناول کرونا ويروس ۴۷ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټول له بهره راغلي کسان دي. پدې سره د همدې ورځې تر پايه پورې چين ته له بهر څخه د راغلو مثبتو پېښو عمومي شمېر ۴۷۴ ته رسېدلې ده.
د همدې ورځې تر پايه پورې ټولټال ۸۱۲۱۸ ناروغان تشخيص شوي او په دې جمله کې ۷۳۶۵۰ تنه روغ او له روغتونونو څخه رخصت شوي او ۳۲۸۱ ناروغان مړه شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |