CRI Online

په امريکا کې د ناول کرونا ويروس پر ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳۲۶۸ ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2020-03-25 11:37:15

د جونس هوپکينس پوهنتون د شميرنې له مخې، د امريکا پر وخت د مارچ تر ۲۴مې نيټې پورې په دغه هېواد کې د ناول کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمېر ۵۳۲۶۸ تنو ته ورسيد چې ۶۹۶ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شول او په مسلسلو دوو ورځو کې د زيات شويو ناروغانو شمېر له لس زرو څخه اوښتی دی. په همدې ورځ د روغتيا د نړيوال سازمان وياندې مارګيريټ هاريس وويل چې په امريکا کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د ډېر زياتوالي سره به ښايي امريکا د ټولې نړۍ د ساري ناروغۍ د خپرېدو تنزلزل ځای وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای