د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۲۴مه نېټه تازه شميرنه خپره کړه چې له چين پر ته په نورو هېوادونو او سيمو کې د ناول کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۹۱۰۱۰ تنو ته ورسيد.
د مارچ تر ۲۴مې نيټې پورې له چين پرته په نورو هېوادونو او سيمو کې د يوې ورځې مخکې په پرتله پر دغې ناروغۍ د نويو اخته کسانو شمېر ۳۹۶۸۱ تنه و او د دغې ناروغۍ له امله د مړو کسانو شمېر د يوې ورځې مخکې په پرتله ۱۷۱۵ تنه زيات شوی چې عمومي شمېر ۱۲۹۴۸ تنو ته ورسيد.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |