CRI Online

شي جين پينګ د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارټ تويف سره ټليفونې خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-25 11:42:39

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۴مې نيټې په ماښام د قزاقستان له ولسمشر فاسم جومارټ توقايف سره ټليفوني خبرې وکړې. شي جين پينګ وويل چې د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ د بېلا بېلو هېوادونو لپاره يوه لويه ننګونه ده. په چين کې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په ستونزمن وخت کې د قزاقستان حکومت او بېلا بېلو ټولنو له چين څخه ټينګ ملاتړ کړی دی. هغه وويل چې د نړيوال روغتيايي بحران په حال کې د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې جوړولو بيړنۍ اړتيا ډېره څرګنده ده. يوازې د همکاريو له لارې نړيواله ټولنه دغې ساري ناروغۍ ته ماتي ورکولای شي او د انسانانو ګډ کور ساتلی شي. چين غواړي د قزاقستان په شمول له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای له ساري ناروغۍ سره مبارزه وکړي او د نړيواله روغتيا وساتي.

توقايف وويل چې د چين د دولت رئيس تر مشرۍ لاندې د چين ولسونو د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او نړيوالو ته يې له ويروس سره پر مبارزې باور او هيلې پيدا کړې. ټولې نړۍ په چين کې د طبي سيستم لوړې سويې او د چين د طبي کارکوونکو زحمتونه ليدلي دي. د پيچيلو ستونزو او ننګونو په وړاندې د چين اغيزمن توان ټولې نړۍ ته ښکاره شوی. قزاقستان هېله لري چې له چين سره همکاريزې پياوړې کړي او ژر تر ژره دغه ساري ناروغۍ له منځه يوسي. قزاقستان کوشش کوي چې له چين سره دايمي هراړخيزې ستراتيژيکي همکارۍ اړيکې ژورې کړي او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ هڅونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای