د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۴مې نيټې په ماښام د پولنډ له ولسمشر اندريزي دودا سره ټليفونې خبرې وکړې.
شي جين پينګ وويل چې د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو راهيسې د پولنډ حکومت او بېلا بېلو ټولنو له چين څخه ملاتړ څرګند کړی او چين يې هېڅکله نه دی هېر کړی. پولنډ په اروپايي ټولنه او منځني او ختيځه اروپا کې د چين مهم همکار هېواد دی او چين غواړي چې له پولنډ سره جګ پوری تګ راتګ پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو هڅونه وکړي تر څو په ګډه د چين او اروپا تر منځ د اړيکو ټينګښت لپاره مهم خدمتونه تر سره کړي.
ولسمشر دودا د ساري ناروغۍ ضد مبازه کې د چين د ولسونو او طبي کارکوونکو د هلوځلو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د چين تجربې د پولنډ لپاره زده کړې وړ دي. هغه وويل چې پولنډ اوس د ساري ناروغۍ له ننګونو سره مخ دی او د چين له پر وخت مرستو څخه مننه کوي. پولنډ هېله لري چې په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه د منځني او ختيځه اروپا او چين تر منځ د همکاريو هڅونه وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |