د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۲۴مه نېټه له فاکس نيوز ټلويزيون سره په مرکه کې وويل چې هغه د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول تدبيرونو د کموالي پر پلان فکر کوي او هېله لري چې امريکا د اپريل له منځني مودې مخکې په پوره توګه له ويروس څخه خلاصه کړي. د امريکا بېلا بېلو ټولنو سمدستي له دغې خبرې سره ټينګ مخالفت څرګند کړ.
د امريکا د استازو جرګې مشري نانسي پيلوسي وويل چې ټرمپ بايد د پوهانو وړانيزونه واوري او د ساينس پوهانو احترام وکړي. هغې وويل چې له ساري ناروغۍ وروسته به اقتصاد بيا سمسور شي. د امريکا د ديموکرات ګوند نوماند جوسيپ روبينتي بيدن وويل چې ټرمپ دې په دې اړه د طبي پوهانو خبرې واوري او خپله دې نظر ورنه کړي.
د ټرمپ په نظر په ټول هېواد کې د کارونو ځنډول به پر اقتصاد منفي اغيزه ولګوي چې د اوږدې مودې اغيزه به د ساري ناروغۍ په پرتله زياته وي. خو د مورګن ستانلي څيړونکي وويل چې که سپينه ماڼۍ د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول تدبيرونه کم کړي، ښايي چې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر به ډېر زيات شي.
د امريکا په بېلا بېلو ايالتونو کې د خلکو د قرنطين تدبيرونه لا هم عملي کيږي او نور به قوي شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |