CRI Online

د اسيا په زياتو هېوادونو کې د کرونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول تدبيرونه لوړ شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-25 12:11:44

د روغتيا نړيوال سازمان د شميرنې له مخې، د مارچ تر ۲۴مې نيټې پورې په ټوله نړۍ کې د ناول کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر ۳۷۵۴۹۸ تنو ته ورسيد او ۱۶۳۶۲ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي. اوس د نړۍ په ۱۹۵ هېوادونو او سيمو کې د دغې ناروغۍ پيښې رامنځته شوې دي. په دې هکله د اسيا په بېلا بېلو هېوادونو کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره فعال تدبيرونه نيول شوي دي.

د هند د روغتيا وزارت د خبر له مخې، د مارچ تر ۲۴مې نيټې پورې په دغه هېواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۱۹ تنو ته ورسيد، څلويښت تنه ترې روغ شوي او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي او نهه تنه مړه شوي. د هند صدراعظم ناريندرا مودي په همدې ورځ ماښام وويل چې د روانې مياشتې له ۲۵مې نيټې څخه به د ۲۱ورځو لپاره بشپړه قرنطين عملي شي. که خلک بيړني کارونه نه لري، بهر ته وتلو ته اجازه نشته. د ښوونځيو، فابريکو، مارکيټونو په شمول ټول ځايونه به بند شي او د بسونو، مترو او الوتکو په شمول ټول عام ترافيک به وځنډول شي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د مارچ په ۲۴مه نېټه وويل چې د دغه هېواد په زياتو ولايتونو کې د تشخيص شويو کسانو شمېر او د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ له امله د مړه شويو کسانو شمېر کم شوی دی، له دې څخه څرګنديږي چې اړوند تدبيرونه اغيزمن تمام شوي. د ساري ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره خلک بايد د نوروز د رخصتۍ تر پايه پورې بهر ته تګ کم کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای