CRI Online

چين له بهر څخه د ناول کرونا ويروس د سرايت د مخنيوي لپاره درې اقدامات پلي کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-25 12:41:20

د کرونا ويروس د وقايې او کنترول په چارو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون کاري ډلې په يوه تازه غونډه کې وويل چې اوسمهال د چين په وو هان ښار او بېلابېلو نورو ځايونو کې د کرونا ويروس د خپرېدو مخه عموماً نيول شوې او يوازې په ځينو ځايونو کې کله کله د ګوټو په شمېر مثبتې پېښې رامنځته کيږي، خو دغه ويروس ډېرو نورو هېوادونو ته سرايت کړی او په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، نو نوموړې کاري ډلې هغه تدابير غوره کړی چې له مخې يې چين ته له بهره د ويروس د سرايت او د هېواد په دننه کې د ويروس د بيا خپرېدو مخنيوي ته پاملرنه کوي. د چين طبي کارپوهان وايي، اوس د چين حکومت خپل هېواد ته له بهره د ويروس د ساريت د مخنيوي لپاره درې اقدامات پلې کوي.

د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۱ مه نېټه ناول کرونا ويروس نړيواله وبا اعلان کړه، هغه وخت په چين کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو حالت ښه کنترول شوی و، خو په بهرنيو هېوادونو کې دغه ويروس په چټکۍ سره خپرېدو، نو چين ته له بهر څخه د ويروس د سرايت خطر ورځ تر بلې زيات شوی. په چين کې د ناروغيو د کنترول مرکز د ساري ناروغيو لوړپوړی کارپوه وو ځون يو پدې اړه وايي، چين د دغه خطر د مخنيوي لپاره درې اقدامات پلې کوي.

((لومړنی اقدام دا دی چې د ګمرک لخوا هېواد ته له بهره د راتلونکو د سندونو د چېک پر مهال هم د دوی طبي معاينه هم ترسره کيږي او ناروغان په مستقيمه توګه روغتونونو ته ليږدول کيږي. دوهم اقدام دا دی چې هېواد ته ننوتونکي بايد د ۱۴ ورځو لپاره قرنطين کړی شي او د دوی روغتيايي حالت وڅارل شي. درېيم اقدام دا دی چې ځيني کسان پر يادو دوو اقداماتړ کې ناروغ نه دي پېژندل شوي ، خو وروسته پکې د ناروغۍ علامې پيدا شوې، دا ډول کسان د ناروغۍ نښې نښانې له پيدا کېدو وروسته خامخا روغتونونو ته ځي، زموږ ډاکټران د ښو تجربو لروونکي دي او دوی په چټکۍ سره دغه ډول کسان تشخيص کولی شي. تراوسه چين ته له بهر څخه راغلي ټول ناروغان د لومړي او دوهم اقدام د عملي کېدو پرمهال پېژندول شوي.

ښاغلي وو وويل، چين تر نورو هېوادونو وړاندې د ناول کرونا ويروس له اغېزو سره مخ شوی، نو چين تر نورو وړاندې د دغه ويروس په اړه معلومات ترلاسه کړي او له نورو هېوادونو سره يې شريک کړي دي.

((د ناول کرونا ويروس په اړه مو علمي څېړنې کړې او ډېر مهم معلومات مو ترلاسه کړي دي، د بېلګې په توګه د ناروغۍ کوساټيف اجنټ ( causative agent) مو پيدا او جلا کړی، په انسانانو کې د ويروس د پټېدو منځنۍ موده، يو څخه بل ته د هغه د سرايت لارې او داسې نور، دا د ويروس د وقايوي اقدماتو د ټاکلو او د ناروغانو درملنې پلانونو د جوړولو لپاره ډېر مهم دي. د کتابونو او رسالو په بڼو مو له نړۍ سره خپلې تجربې او معلومات شريک کړي دي. تر ټولو مهم اصل دا دی چې له روغو کسانو څخه بايد پر ويروس اخته کېدونکي يا اخته شوي کسان جلا شي. ډېرو هېوادونو زموږ څخه پدې اړه پوښتنې کړې، زموږ له تجربو څخه يې زده کړه کړې او له خپل کلتوري، سياسي او نورو واقعي حالاتو سره سم يې دغه اصل پلی کړی دی.))

د چين دوديز طب پر ناول کرونا ويروس د اخته ناروغانو په درملنه کې کارول شوی او ښې اغېزې يې هم ثبت شوې دي. د چين د ډي تان روغتون ډاکټره وانګ رونګ بينګ وايي، چين به له نړۍ سره له خپل دوديز طب څخه د استعمال په اړه معلومات هم شريک کړي.

((ډېر خوشحاله يو چې د نورو هېوادونو له ډاکټرانو سره مو تجربې شريکوو او په ګډه سره د ناروغانو د درملنې لپاره هڅې کوو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای