د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۲۴مه نېټه د دولتي شورا د يوې غونډې مشري وکړه. په دغه غونډه کې د نوي کرونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول په حال کې د توليدي چارو د بيا پيل او د چين د نړيوالو هوايي باروړونکو الوتکو د توان د لوړوالي ترتيبات وټاکل شول.
په دې غونډه کې وويل شول چې د باروړونکو الوتکو له لارې د مالونو د ليږلو په اړه د چين د توان د لوړوالي لپاره بايد اغېزمن تدبيرونه عملي شي، د بېلګې په توګه به چين د پاليسۍ په برخه کې د نړيوالو هوايي باروړونکو کرښو لپاره لا ښې زمينې برابرې شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |