پر ځايي وخت د مارچ د ۲۴مې نېټې په سهار د نوي کرونا ويروس ناروغۍ د وقايې يوه جوپه توکي چې له چين څخه اخيستل شوي، د هنګري د پلازمينې بوداپست نړيوال هوايي ميدان ته ورسيدل. د هنګري صدراعظم ويکتور اوربن، د نوښت او تکنالوژۍ وزير پالکويکس لاسزرو او په دغه هېواد کې د چين سفير دوان جيه لونګ په هوايي ميدان کې د دغو توکو د سپارلو په مراسمو کې ګډون درلود. د دغو طبي توکو وزن نژدې ۷۰ ټنه دی او پکې څه باندې ۳ مليونه ماسکونه، د نوي کرونا ويروس د ازموينې سل زره کيټونه، د تنفس ۸۶ ماشينونه، سل زره دفاعي جامې او سل زره جوړه دستکشونه شامل دي.
ويکتور اوربن د هنګري او چين ترمنځ د همکارۍ ستاينه وکړه او و يې ويل چې په دغه نړيوال طبي او روغتيايي خطر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ يووالی ټينګ شوی او د خپلمنځي همکارۍ سويه يې لا لوړه شوې ده. نوموړي وويل، چې ويروس د هېوادونو ترمنځ پولې نه پېژني، له چين څخه مننه کوو چې چين په دغه ځانګړې موده کې له هنګري او هنګريانو سره د چټکو او اغېزمنو مرستو هيله لري.
بر سيره پر دې، د نوي کرونا ويروس د وقايې اوا کنترول توکي له چين څخه ترکيې او مراکش ته رسېدلي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |