CRI Online

دا ريشخند او د خندا وړ خبره ده! آيا چيني توليدات هم ويروس لري؟

cri     (GMT+08:00) 2020-03-25 20:46:54

د لويديځو هېوادونو ځيني کسان داسې اوازې خپروي چې په چين کې جوړ شوي توليدات هم نوی کرونا ويروس لري او خلک هڅوي چې له چيني توليداتو سره پرېکون وکړي.

دغه کسان له يادې خبرې او د دې ناروغۍ په وسيله د دوی د نژادي سپکاوي او سياسي بريدونو له کړو وړو څخه داسې موخه لري چې چين بدنامه کړي او له دې لارې غواړي د چين او نورو هېوادونو ترمنځ اختلاف او جنجال جوړ کړي او خپلې ګټې ترې واخلي.

د روغتيا نړيوال سازمان ډېر مخکې په خپله ويبپاڼه کې خبر ورکړ چې نوی کرونا ويروس د چيني توليداتو او د هغو نورو هېوادونو د توليداتو له لارې نه خپريږي چې د دې ويروس پېښې پکې رامنځته شوې دي.

چين په نړۍ کې د طبي وقايې جامو او ماسکونو لومړی لوی توليدوونکی هېواد دی او د دې ناروغۍ له خپرېدو وروسته په يوه موده کې د طبي توکو له سخت کمبود سره مخامخ شو. خو د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول حالت د ښه والي له امله په چين کې زياتو اړوندو صنعتونو په توليدي چارو پيل کړی او اوس ګڼ شمېر توکي جوړوي او بازارونو ته يې ورکوي. چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په اساس او د يوه لوي هېواد په توګه د کورنيو اړتياوو د پوره کولو تر څنګ د خپل توان په اندازه له نورو هېوادونو سره د طبي توکو مرستې کړي او کوي يې.

بر سيره پر دې، د چين حکومت له کورنيو شرکتونو څخه ملاتړ کوي او دوی هڅوي چې توليدي چارې پياوړې کړي او د نورو هېوادونو لپاره يې د طبي توکو د اخيستلو اسانتياوې برابرې کړې دي. لکه څنګه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې وروستيو کې ويلي چې که څوک وايي چيني توليدات ويروس لري، نو دوی بايد د چين له ماسکونو، دفاعي جامو او د تنفس ماشينونو څخه هم استفاده و نه کړي، څو (( له ويروس څخه ليرې واوسي )).

د دغه ګډ دښمن پر وړاندې خپلمنځي همکاري د ټولو لپاره مناسب انتخاب دی. هغه کسان چې نړۍ ته د (( ويروس )) په سترګه ګوري، خو په حقيقت کې دوی دا درک نه لري چې خپله ويروس لري. د دوی له خوا جوړې شوې د خندا وړ ډول ډول اوازې د نړيوالې ټولنې لپاره ښې ټوکې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای