د سين هوا اژانس د خبر له مخېو د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د مارچ په ۲۵مه نېټه څرګنده کړه چې بېلا بېل هېوادونه بايد له ناول کرونا ويروس سره د مقابلې په وخت کې د ټولنيزو فعاليتونو د کمولو او د خلکو ترمنځ د فيزيکي واټن د زياتولو تر څنګ په نورو ۶ برخو کې کليدي عمليات هم تر سره کړي.
هغه له اړوندو هېوادونو څخه په لاندينيو ۶ برخو کې د کليدي عملياتو د تر سره کولو غوښتنه وکړه چې د روغتيا او طب د اړوندو کارکوونکو روزل او ځای پر ځای کول دې زيات کړي، په ولسي استوګنځايونو کې دې د شکمنو پېښو پلټونکی سيستم دې جوړ کړي، د طبي معاينې د اړوندو تجهيزاتو توليد دې پراخ کړي، د طبي معاينې توان او پيمانه دې پياوړې کړي، د طبي درملنې او د ناروغانو د قرنطين تاسيسات دې وټاکي او بيا جوړ کړي، د ناروغانو پر نژدې تماس نيونکو د قرنطين څرګند پلان او بهير دې جوړ کړي او حکومتونه دې د ساري ناروغۍ مخنيوي او کنټرول ته لومړيتوب ورکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |