د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۲۵مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې له چين څخه په بهر کې پر ناول کرونا ويروس د اخته شويو ناروغانو شمېر ۳۳۲۳۳۱ ته رسېدلی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان له ياد ورځني رپوټ څخه ښکاري چې د مرکزي اروپا پر وخت د ۲۵مې نېټې د سهار تر ۱۰ بجو پورې د تېرې ورځې په پر تله د چين په بهر کې د نويو تشخيص شويو ناروغانو شمېر ۴۰۶۱۱ زيات شوی، د چين په بهر کې د ياد ويروس له امله د نويو مړو شويو شمېر هم ۲۱۹۸ زيات شوی او ۱۵۱۵۳ ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لاوس او ليبيا کې په لومړي ځل د دغه ويروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |