د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د مارچ په ۲۵مه نېټه د يوې ويډيويي ناستې په ترڅ کې وړانديز وکړ چې له ناول کرونا ويروس سره د مقابل نړيوال پلان عملي کړي او تر ټولو کمزوريو او وروسته پاتې هېوادونو ته دې اړوندې مرستې برابرې کړي. د دغه پلان تر سره کېدو ته کابو ۲ مليارډه امريکايي ډالره په کار دي.
د دغه پلان په تر سره کېدو سره به کمزوريو او وروسته پاتې هېوادونو ته ضروري طبي تجهيزات او مالونه برابر شي، د کډوالو او بې ځايه شويو په کمپونو کې به د لاس مينځلو سامان الات جوړ شي، هلته به له ويروس څخه د ځان ساتلو او ډډه کولو کمپاينونه تر سره شي او د طبي کارکوونکو او مرستندويه مالونو لېږلو ته به هوايي دهليزونه پرانيستل شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |