CRI Online

چين: هيله لرو چې امريکا له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د ويروس پر ضد ګډه مبارزه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2020-03-26 10:29:25

د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په دې وروستيو کې خبريالانو ته ويلي چې هغه به د چيني ويروس خبرې بيا و نه کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۲۵مه نېټه پر چين د تور لګولو له ټولو بې دليلو خبرو سره ټينګ مخالفت څرګند کړ او هيله يې وښودله چې امريکا له چين او نړيوالې ټولنې سره يو ځای له ناول کرونا ويروس سره ګډه مبارزه وکړي او د ټولې نړۍ عامه روغتيا خوندي وساتي.

وياند ګنګ شوانګ وويل: چين څو څو ځلې د ويروس د سرچينې په مسئله کې خپل دريځ بيان کړی او پر چين له تور لګولو سره ټينګ مخالفت مو هم څرګند کړی دی. زموږ دغه دريځ تر اوسه نه دی بدل شوی. ويروس د سرحدونو په تېرېدو سره د بېلا بېلو قومونو په منځ کې خپرېږي، نړيوال يوازې په ګډو هڅو سره ماتې ورکولای شي. نن ورځ ناول کرونا ويروس د نړۍ په زياتو ځايونو کې چټک او سخت خپرېږي. چين هيله لري چې امريکا له چين او نړيوالې ټولنې سره يو ځای له ناول کرونا ويروس سره ګډه مبارزه وکړي او د ټولې نړۍ عامه روغتيا تامين کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای