CRI Online

شي جين پينګ د جرمني له لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل سره تليفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2020-03-26 10:44:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۵مې نېټې په شپه د جرمني له لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه: چينايان به په ياد کې وساتي چې تاسې په چين کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو په پيل کې د چين په اړه خواخوږي او ورڅخه ملاتړ څرګند کړی او د جرمني حکومت او بېلا بېلو ټولنو د مرستې لاسونه هم را ته اوږد کړي دي. اوس مهال جرمني د دغه ويروس له سختې ننګونې سره مخ دی. چينايان ځانونه له تاسو سره په دې غم کې شريک ګڼي. چين د ويروس پر ضد د جرمني له مبارزې څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې تر خپلې وسې پورې مرستې برابرې کړي. د دواړو هېوادونو کارپوهانو د ويډيو له لارې د نظريو تبادلې کړې او ستاسو کارپوهانو د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو له ډلې سره يو ځای له چين څخه ليدنې کتنې کړې دي. چين هيله لري چې له جرمني سره خپلې تجربې شريکې کړي،د واکسين او اړوندو درملو د څېړنې په برخو کې خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته د ګټو رسولو او د ټولې نړۍ د عامې روغتيا امنيت ساتلو لپاره ګډ خدمتونه تر سره کړي.

لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل په دغه تليفوني خبرو کې وويل چې اوس په اروپا کې ياد ويروس په چټکه او سخته توګه خپرېږي او جرمني د ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره د اغېزمنو تدبيرونو په نيولو بوخت دی. جرمني له چين څخه مننه څرګندوي چې پر وخت يې خپلې قيمتي مرستې برابرې کړې او هيله لري چې له چين سره اړوندې همکارۍ پياوړې کړي او د ويروس پر ضد د ګډې مبارزې يوه ښه نمونه جوه کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای