CRI Online

د م م سرمنشي په ټوله نړۍ کې د اوربندرامنځته کېدل غوښتي دي.

cri     (GMT+08:00) 2020-03-26 10:49:35

د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس په دې وروستيو کې وړانديز وکړ چې اوس مهال ټوله نړۍ له يو ګډ دښمن يعنې ناول کرونا ويروس سره مخ ده. د ويروس پر وړاندې د ملتونو، قومونو، سياسي ډلو او مذهبي عقيدو ترمنځ هېڅ فرق نه شته. نو ځکه زموږ لپاره دغه وخت رارسېدلی چې په خپلو لاسونو کې ټولې وسلې پر ځمکې پرېږدو او له ويروس سره رښتينې روانې مبارزې ته دې ګډه پاملرنه وکړو.

نوموړي څرګنده کړه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ښځې، ماشومان، معيوبين او بې ځايه شوي کسان په وسه والو نښتو کې تر ټولو کمزوري ښکاري او تر ټولو ډېر امکان لري چې پر ناول کرونا ويروس اخته شي. نو موږ دې د اوس لپاره ډزې بندې کړو، توپونه دې بند کړو، هوايي بريدونه دې ختم کړو او د ژوند د ژغورلو او ديپلوماتيک حل ته دې يوه کړکۍ پرانيزو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای