CRI Online

چين په فعاله توګه انلاين روغتيايي خدمتونه تر سره برابروي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-26 12:32:19

چينا انټرنيټ شرکتونه په نړيواله کچه انلاين ډول خلکو ته د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ د پېژندنې او ورڅخه د ځان ساتنې او مبارزې لارو چارو په برخه کې په فعاله توګه انلاين روغتيايي خدمتونه برابروي او د انټرنيټ له لارې د خلکو اړوندو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

(اواز) زه اوس د ايتاليا په ميلان کې په خپل کور کې قرنطين شوی يم. پدې وخت کې زه د (Alipay) له ډاکټرانو سره تماس لرم او د دوی تر لارښوونې خپل ځان ساتم . نو زه په دې اړه ارامی يم. زه هېله لرم چې دغه ساري ناروغي ژر پای ته ورسيږي او کور ته لاړ شم.

د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ له خپرېدو راهېسې په بېلا بېلو هېوادونو کې ډېری چينايي اوسيدونکو د انلاين روغتيايي خدمتونو له لارې د دغې ناروغۍ او ورڅخه د ځان ساتنې په هکله له ډکترانو څخه پوښتنې کړې دي. د شانګهای د دونګ هوا پوهنتون د روغتون ډکتر وانګ چاو مو له تېرو دوه مياشتو راهېسې د الي په نامه د روغتيايي اپليکېشن له لارې د ناول کرونا ويروس ناروغۍ په شمول خلکو ته وړيا طبي مشورې خدمات وړاندې کړې دي. پدې وروستيو ورځو کې په نورو هېوادونو کې له چينايي اوسيدونکو څخه مشورې خورا ډېرې شوې.

د مثال په توګه هغه اوس داسي پوښتنې لري چې زه اوس توخۍ لرم، ايا زه د کرونا ويروس پر ناروغۍ اخته شوی يم؟ زه طبي ماسک نه لرم ، ايا زه په يو وخت کې له دوو عادي ماسکونو څخه استفاده وکړم که نه؟ له دغې ناروغۍ د ځان ساتنې لپاره زه څنګه وقايه مراعت کړم ؟

وانګ چياو مو وويل چې په دې وروستيو ورځو کې يې د ورځې په وخت کې د کوريا جمهوريت او مالزيا په شمول د اسيايي هېوادونو د اوسيدونکو پوښتنو ته او د ماښام له لسو بجو وروسته يې د امريکا ، بريتانيا او ايټاليا په شمول هېوادونو کې مېشتو چينايي وګړو پوښتنو ته ځوابونه ويلې دي. په يو ساعت کې شاو خوا له لسو څخه تر پنځلسو تنو پورې خلک له ما څخه پوښتنه کوي.

له يوې خوا په عمده توګه له ناروغۍ څخه له دوی سره د ځان په ساتلو کې مرسته کول دي. لکه څنګه چې موږ په پيل کې وويل ، دوی نه پوهيږي چې ماسک څنګه اچول کيږي. د ماسک مخ او شا يې روښانه نده. بله خوا زيات خلک واقعاً ډېره ويره لري او دغه ويره او انديښنه به د بدنی روغتيا لپاره ښه نه دی، نو زه هم د دوی د ويري کمولو کې ورسره مرسته کوم. "

د مالوماتو له مخې په تېرو دوو مياشتو کې د وانګ چياو مو په څېر څه دپاسه اووه سوه ډاکټرانو د انلاين طبي مشورو روغتيا په داوطلبی خدمتونو کې برخه اخيستې ده. د دوی په منځ کې شاوخوا سل ډاکټرانو د هوبۍ په ولايت کې د ساري ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې د لومړۍ کرښې په کارونو کې برخه واخيستله.

وانګ چياو مو په هغه انلاين اپليکېشن کې خدمت کوي چې د چين د الي بابا شرکت د عمومي مشر ما يون د خيريه صندوق او د علی بابا د عمومي او عام المنفعه صندوق لخوا جوړ شوی. د مارچ تر ۲۳مې نيټې پورې په نورو هېوادونو کې په سلګونو چينايي اوسيندونکو د دې اپليکېشن له لارې انلاين طبي خدمتونه منلي دي.

په چين کې يو بل انټرنيټي شرکت چې د جينګ دونګ په نامه ياديږي، هم پدې وروستيو کې د يو اپليکېشن جوړ کړی چې ټولې نړۍ ته وړيا روغتيايي خدمتونه برابروي او خلکو ته به د دې ناروغۍ د وقايې او د ځان د ساتنې او د روحيي مسئلو په هکله د چيني ډکټرانو لخوا انلاين ډول د دوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شي. په دې خدمت کې به د عفونت او تنفوس په شمول د ډېرو ناروغيو ډاکټران ګډون وکړي او د چيني دوديز طب په برخه کې به هم څه دپاسه دېرش تنه ډاکټران به خپل خدمتونه برابر کړي. سربيره پردې په دې اپلېکېشن کې به په چيني اوانګريزي ژبه خدمتونه شتون ولري چې څه دپاسه شل ډاکټران به په انګريزي ژبه د خلکو انلاين پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای