د اوو هېوادونو ډلې د خارجه وزيرانو غونډه د مارچ په ۲۵مه نېټه تر سره شوه چې اصلي موضوع يې په نړۍ کې د نوي کرونا ويروس ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي کار و. د امريکا سي اين اين په همدې ورځ خبر ورکړ، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دغه غونډه کې هڅه وکړه چې د غونډې په ګډه اعلاميه کې (( وو هان ويروس )) ياد شي، خو د نورو هېوادونو د استازو له لوري يې مخالفت وشو او د ده ياد نظر يې رد کړ، نو وروسته د غونډې ګډه اعلاميه خپره نه شوه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |