د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د مارچ په ۲۵مه نېټه څرګنده کړه چې اوس مهال زياتو هېوادونو د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره د بې سارې لويې پيمانې قرنطين نيولی چې زموږ لپاره يې وخت سپما کړې. د ده په وينا له تېرو دوو مياشتو راهيسې مختلفو هېوادونو د دغه ويروس د مخنيوي لومړی فرصت بې ځای کړی، نو اوس دوهم فرصت دې له لاسه ور نه کړئ! د دې تر څنګ د نړۍ په کابو ۱۵۰ هېوادونو او سيمو کې د تشخيص شويو ناروغانو شمېر له سل نه هم کم دی، نو داسې هېوادونه او سيمې بايد په مثبتو تدبيرونو سره نوي ناروغان پيدا کړي، اړوندې معاينې، قرنطين او درملنې دې تر سره کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |