CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: ځيني امريکايي سياستوال د نوي کرونا ويروس له ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د چين کوښښونه تحريف کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-26 19:18:51

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل، ځيني امريکايي سياستوال د چين په اړه ډېر بد نيت لري او د نوي کرونا ويروس له ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د چين کوښښونه تحريف کوي او له دې لارې غواړي چين مسئوليت وبولي او د نورو هېوادونو پاملرنه ورواړوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د مارچ په ۲۵مه نېټه د اوو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په ويډيويي غونډه کې د چين پر سياسي نظام نيوکې وکړې او يو ځل بيا يې دغه ويروس د وو هان ويروس په توګه ياد کړ. ګنګ شوانګ په دې اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې چين د پومپيو د ياد عمل او خبرو سخته غندنه کوي. دغه امريکايي سياستوال د نړيوالې ټولنې د ګډو نظريو خلاف چين بدناموي او له دغې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د چين کوښښونه تحريف کوي، موخه يې د نورو پاملرنې او د خپل ځان مسئوليت پر چين اچول دي، دوی ډېر بد نيت لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای