CRI Online

شي جين پينګ د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم ګيبريسوس ته ځوابي پيغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-26 20:18:12

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۶مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم ګيبريسوس ته ځوابي پيغام واستاوه. نوموړي په دغه پيغام کې له نوي کرونا ويروس سره د نړيوالې مبارزې د هڅولو په چارو کې د ګيبريسوس کوښښونه وستايل او و يې ويل، چې چين به د نړيوالې ټولنې له دغې مبارزې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

ګيبريسوس د مارچ په ۱۷مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته پيغام ليږلی و. نوموړي په خپل پيغام کې څرګنده کړې وه چې د چين حکومت د ټينګ هوډ او د چينايانو د کوښښونو له کبله په دغه هېواد کې د نوي کرونا ويروس د ساري ناروغۍ پر وړاندې چټکو او اغېزمنو تدبيرونو ښه اغېزه کړې ده. نوموړي د چين له حکومت څخه مننه کړې چې د روغتيا له نړيوال سازمان او اړوندو چارو سره يې د پيسو مرستې کړې دي. هغه دې ته اشاره کړې چې د چين عملونه دا ښيي چې د نړۍ د يووالي او متقابلو مرستو روحيه د دغې ناروغۍ د وقايې او کنترول لپاره ډېره مهمه ده.

شي جين پينګ په خپله ځوابي پيغام کې ليکلي چې د روغتيا نړيوال سازمان د ګيبريسوس په مشرۍ له دغې ناروغۍ سره د مبارزې نړيوالې همکارۍ هڅولي او د نړيوالې ټولنې له لوري ستايل شوې دي. چين تل په رښتينو عملونو له نړيوالې ټولنې څخه ملاتړ کوي چې د روغتيا نړيوال سازمان په شمول له نړيوالو سازمانونو او څه باندې ۸۰ هېوادونو سره يې مرستې کړې دي. چين به د خپل توان په اندازه د نړيوالې ټولنې له کوښښونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

په دغه پيغام کې شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی چې د نوي کرونا ويروس له ناروغۍ څخه يو ځل بيا څرګنده شوې چې ټول انسانان ګډ برخليک لري. نړيواله ټولنه بايد د ستونزو پر وړاندې يو له بل سره مرستې وکړي. چين هيله لري چې د روغتيا له نړيوال سازمان او نورو هېوادونو سره د نړيوالې روغتيا د ساتلو لپاره خدمتونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای