CRI Online

په امريکا کې ناروغي خپره ده ، خو د دې هېواد يو شمېر سياستوال پر نورو ناپاکې اوبه تويوي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-26 20:50:27

سي اين اين(CNN) د مارچ په ۲۵مه نېټه د اروپا د يو ديپلومات په قول خبر ورکړ چې د اوو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وړانديز سرې کرښې ته ورسېد. نوموړي په مستقيم ډول د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هڅو ته ګوته نيولې . مايک پومپيو د يادې غونډې په ګډه اعلاميه کې هڅه کړې چې د نوي کورونا ويروس پر ځای د "وو هان ويروس" کلمه وکاروي، خو د نورو هېوادونو لخوا دده دغه هڅه ناکامخ شوه .د پومپيو د دغه ناوړه عمل له امله ، د G7 د يادې غونډې ګډه اعلاميه هم خپره نه شوه.

اروپا د دې په اړه تاسف څرګند کړ. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جين ييوس دريان له غونډې وروسته وويل چې اوسنی بحران بايد د سياسي موخو لپاره ونه کارول شي. له ساري ناروغۍ سره د موثرې مبارزې لپاره بايد خپل پام نړيوال پيوستون او همکاريو ته واړوو.

د امريکا د جونس هوپکپنس پوهنتون تازه شمېرنه ښيي چې د مارچ د ۲۶مې نېټې سهار تر ۷ بجو پورې په امريکا کې ۶۵۲۸۵ تنه پر نوي کورونا ويروس اخته شوي او ۹۲۶ تنه د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. په امريکا کې په پرله پسې ۳ ورځو کې د تشخيص شوو ناروغانو شمېر له ۱۰ زرو څخه اوښتی دی. د روغتيا نړيوال سازمان وياند د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه وړاندوينه وکړه چې امريکا ممکن د نړۍ د نوي کورونا ويروس د ناروغۍ مرکز وګرځي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د روانې مياشتې په شپږمه نېټه نوي کورونا ويروس ته د "ووهان ويروس" کلمه وکاروله. تر هغه وروسته د امريکا يو شمېر سياستوال هڅه کوي چې په دې لارې چين بدنام کړي. که څه هم د امريکا مشر په دې وروستيو ورځو کې د "چيني ويروس" د نه کارولو ادعا کړې وه ، خو د پومپيو له خبرو او کړنو څخه ښکاري چې يو شمېر امريکايي سياستوال لاهم هڅه کوي چې له هر فرصت څخه په استفادې سره چين بدنام کړي.

د امريکا د رسنيو د خبر له مخې، په دغه هېواد کې تر اوسه پورې د عامو خلکو لپاره دا لاهم ستونزمنه چاره ده چې د نوي کورونا ويروس ازموينې لپاره غوښتنه وکړي او دغه هېواد د روغتون د بسترونو او طبي توکو له کمښت سره مخ دی.

پايله، د اوو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د پومپيو عمل په امريکا کې سخت غندل شوی. پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۲۵مې نېټې په شپه د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم ګيبريسوس له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې لافعال تدبيرونه ونيسي.

ساري ناروغي د انسانانو ګډ دښمن دی او پيوستون او همکاري نړيواله ګډه نظريه او بيړنۍ غوښتنه ده. اوس چين په کور دننه د يادې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره ترټولو غوره هڅه کوي او تر خپلې وسې پورې يې له ستونزو سره مخ هېوادونو ته مرستې برابرې کړې دي .د چين دولت رئي شي جين پينګ د بريټانيا او فرانسې له مشرانو سره په ټلېفوني خبرو کې وويل چې بايد د م م او G20 په چوکاټ کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای