CRI Online

شي جين پينګ د G20 د مشرانو په ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-03-26 20:54:13

د کورونا ويروس له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د G20 ځانګړې سرمشريزه غونډه د مارچ په ۲۶مه نېټه تر سره شوه. د چين دولت رئيس شي جين پينګ هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و.

دغه ويډيويي غونډه د G20 د نوبتي رئيسه هېواد سعودي عربستان په کوربتوب تر سره شوه. په غونډه کې د G20 غړو ، مېلمنو هېوادونو او د اړوندو نړيوالو سازمانونو مشرانو ګډون درلود. دا په تاريخ کې د G20 د مشرانو لومړنۍ ويډيويي غونډه وه او د کوويډ- ۱۹ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو راهيسې لومړۍ ځل و چې رئيس شي جين پينګ په داسې څو اړخيز فعاليت کې ګډون کړی و.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای