CRI Online

د چين خارجه وزارت مرستيال د شلو هېوادونو ډلې د ځانګړې سرمنشريزې غونډې لاسته راوړنې بيان کړې.

cri     (GMT+08:00) 2020-03-27 09:19:23

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۶مه نېټه د ناول کرونا ويروس پر ضد د شلو هېوادونو ډلې په ځانګړې ويډيويي سرمنشريزې غونډه کې ګډون وکړ. د چين د خارجه وزارت مرستيال ما جاو شو تر دغې سرمشريزې غونډې وروسته اړوندې لاسته راوړنې بيان کړې.

د چين د خارجه وزارت مرستيال ما جاو شو څرګنده کړه چې د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه ځانګړې سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او د لاسونو په يو ځای کولو سره د اوسنيو ستونزو ليرې کول تر سرليک لاندې يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه د خپلې وينا په ترڅ کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې په رڼا کې د چين له واقعي تجربو څخه په ګټې اخيستنې سره د اړوندې نړيوالې همکارۍ او د نړيوال اقتصاد د ثابتولو په هکله يو لړ مهم بيانونه وړاندې کړل چې په ياده غونډه کې يې ډېر مهم لارښوونکی رول لوبولی دی.

د دې تر څنګ رئيس شي جين پينګ د چين ګټورې تجربې معرفي کړې، د چين دريځ او تګلارې او وړانديزونه يې بيان کړي او د چين خدمتونه يې تر سره کړي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای