CRI Online

G20 به له ناول کرونا ويروس سره د مقابلې لپاره په ټوله نړۍ کې ۵۰۰۰ مليارډه امريکايي ډالره پانګه واچوي.

cri     (GMT+08:00) 2020-03-27 09:54:57

د سين هوا اژانس د خبر له مخېو د شلو هېوادونو ډلې يعنې G20 د مارچ په ۲۶مه نېټه اعلان وکړ: دغه ډله اوس د يو لړ اغېزمنو تدبيرونو په نيولو بوخته ده چې له ناول کرونا ويروس سره د مقابلې لپاره به په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ۵۰۰۰مليارډه امريکايي ډالره پانګه واچوي.

د ناول کرونا ويروس پر ضد د شلو هېوادونو ډلې ځانګړې سرمشريزه غونډه په همدې ورځ په ويډيو سره تر سره شوه. د مختلفو هېوادونو مشرانو تر غونډې وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او څرګنده يې کړه چې موږ اوس د چټکو او اغېزمنو تدبيرونو په نيولو سره د اقتصادي پرمختګ ملاتړ کوو او کارګر او تصدۍ خوندي ساتو. موږ به د ځانګړو مالي تګلارو، اقتصادي تدبيرونو او تامينوونکونو پلانونو د يوې برخې په توګه په ټولې نړۍ کې څه دپاسه ۵۰۰۰مليارډه امريکايي ډالره واچوو چې د روانې ساري ناروغۍ لخوا پر ټولنو، اقتصادونو او پولي چارو منفي اغېزې ليرې شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای