د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۶مې نېټې په شپه په بېجينګ کې د انترنيټي ويډيو په وسيله د ناول کرونا ويروس پر ضد د شلو هېوادونو ډلې په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او د لاسونو په يو ځای کولو سره د اوسنيو ستونزو ليرې کول تر سرليک لاندې يوه مهمه وينا يې وکړه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو دايمي غړي او د دغه مرکزي کمېسيون د سرکريتريت منشي وانګ هو نينګ له رئيس شي جين پينګ سره ملګرتيا درلوده.
شي جين پينګ د خپلې وينا په پيل کې څرګنده کړه: دا چې د نړيوالې ټولنې زياتو غړو د چين په تر ټولو ستونزمن وخت کې موږ ته صميمانه مرستې برابر کړې او او له چين څخه يې ملاتړ ښودلی، موږ به دغه ډول د مينې وړ قيمتي دوستي په ياد کې وساتو.
رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې روانه سخته ساري ناروغي د ټولو انسانانو ګډ دښمن دی. د ناول کرونا ويروس په اثر د سږي ناروغي اوس په ټوله نړۍ کې سخت خپرېږي چې د ولسي خلکو ژوند او روغتيا ته ستر ګواښ رسوي او د نړيوالې عامې روغتيا پر وړاندې يوه لويه ننګونه بلل کېږي. هغه ۴ فقره ييز وړانديز وکړ:
لومړی، موږ بايد له ناول کرونا ويروس سره ټينګه مبارزه وکړو. دوهم، د دغه ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره دې ګډې هڅې وکړو. درېيم، د نړيوالو سازمانونو له مثبتو رولونو څخه دې ملاتړ وکړو. څلورم، د مختلفو هېوادونو عمومي اقتصادي تګلارې دې يو له بل سره همغږي وکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |