CRI Online

چين به د چيني ويزې لرونکو بهرنيانو پر مخ خپلې دروازې وتړي.

cri     (GMT+08:00) 2020-03-27 10:21:43

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خارجه وزارت او د مهاجرينو دولتي ادارې د مارچ په ۲۶مه نېټه چين ته د چيني ويزې او د اوسېدو اجازې لرونکو بهرنيانو د ننوتنې د بندولو ابلاغيه خپره کړه.

په ټوله نړۍ کې د ناول کرونا ويروس د سخت خپرېدو په اثر چين پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ له ۲۸مې نېټې څخه د چيني ويزې او د اوسېدو اجازې لرونکو بهرنيانو ننوتل بند کړي. که بهرنيان غواړي چې په چين کې ډېر ضروري سوداګريز او علمي فعاليتونه تر سره کړي يا بيړني بشري مرستې ولري، نو په نورو هېوادونو کې له چيني سفارتونو يا قونسلګريو څخه دې د ويزې غوښتنه وکړي. هغه بهرنيان چې د دغې ابلاغيې تر خپرېدو وروسته نوې ويزې واخلي، چين ته ننوتلای شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای