د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۶مې نېټې په شپه په بېجينګ کې د انترنيټي ويډيو په وسيله د ناول کرونا ويروس پر ضد د شلو هېوادونو ډلې په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ. شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې دې ته اشاره وکړه چې چين به په لا زياتې اندازې سره نړيوال بازار ته د درملو اومه مواد، د ژوند ضروريات، د ساري ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول اړوند توکي بهر ته صادر کړي، د خپلو مثبتو مالي او د پيسو تګلارو پلې کولو ته به دوام ورکړي، په ټينګه سره به اصلاحات او ورخلاصون لا پراخ کړي، کورني بازار ته د بهرنيو توليداتو او خدمتونو د ننوتلو معيارونه به سست کړي، د سوداګرۍ او پانګونې په چاپېريال کې به لا ښه والی راوړي، واردات به لا زيات کړي او په بهرنيو هېوادونو کې به لا زياتې پانګې واچوي چې د نړيوال اقتصاد د ثابتولو لپاره به خدمتونه تر سره کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |