د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۶مې نېټې په شپه په بېجينګ کې د انترنيټي ويډيو په وسيله د ناول کرونا ويروس پر ضد د شلو هېوادونو ډلې په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې ګدون وکړ. رئيس شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې نړيواله ټولنه بايد خپل ګامونه چټک کړي او په ټينګه دې د ناول کرونا ويروس پر ضد مبارزه وکړو او د ويروس د چټک او سخت خپرېدو مخنيوی دې وکړو. چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې په رڼا کې هيله لري چې له اړوندو هېوادونو سره د ويروس د مخنيوي او کنټرول ګټورې تجربې شريکې کړي، پر درملو او واکسينونو به ګډې څېړنې وکړي او اړوندو هېوادونو ته به تر خپلې وسې پورې مرستې برابرې کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |