CRI Online

شي جين پينګ له ناول کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د شلو هېوادونو د ګروپ د مشرانو په ځانګړې ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-03-27 11:11:24

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۶مې نيټې په شپه په بېجينګ کې له ناول کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د شلو هېوادونو د ګروپ د مشرانو په ځانګړې ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ او له ناول کرونا ويروس سره د ګډې مبارزې او د اوسنۍ ستونزې د لېرې کولو تر عنوان لاندې يوه مهمه وينا يې وکړه. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د ناول کرونا ويروس د سږي ناروغۍ پر وړاندې د چين حکومت تل د خلکو خونديتوب او روغتيا ته لومړيتوب ور کړی او د دې مبارزې پر بريا د باور لرلو،د اوسنيو ستونزو د لېرې کولو،په علمي او دقيقو لارو چارو د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول له عمومي غوښتنې سره سم يې له دې ويروس سره ګډه مبارزه کړې ده. د چين د حکومت او خلکو په هڅو او اقداماتو سر ه اوس د دې ويروس د خپرېدو د مخنيوي او کنټرول حالت د ښه کېدو په حال کې دی او د ژوند او توليد چارې په منظم ډول بيا پيل شوې دي.خو مونږ لاهم بايد هوښيار او بېدار واوسو. اوس مهال د ناول کرونا ويروس په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی، نو نړيواله ټولنه بايدپه دې مبارزه کې پر بريا باور ولري او په يووالي سره دې د دې ساري ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ګډې هڅې وکړي. چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د افکارو په غوره کولو سره غواړي چې د خپل توان په اندازه له نورو هېوادونو سره مرستې وکړي او د نړيوال اقتصاد د ثبات د ساتلو لپاره خپل خدمتونه وکړي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سکتريت منشي وانګ هو نينګ هم په دې غونډه کې هم ګډون وکړ.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې تر هر څه لومړی داسې وويل،د چين په تر ټولو ستونزمن مهال کې د نړيوالې ټولنې ډېرو غړو له چين سره صادقانه مرستې کړې او زمونږ له هېواد څخه يې ملاتړ وکړ. مونږ به تل دغه دوستي ياد کړو. ستره ساري ناروغي د انسانانو ګډ دښمن ګڼل کيږي. اوس د ناول کرونا ويروس خپرېدا د چټکتيا په حال کې ده چې د خلکو خونديتوب او روغتيا ته يې ګواښلی او په نړۍ کې يې عامې روغتيا ته سترې ننګونې رسولې دي.

شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل چې اوس دا د نړيوالې ټولنې لپاره تر ټولو لازمه ده چې بايد په دې مبارزه کې پر بريا باور ولري او پکې دې يووالی وساتي او په هر اړخيزه توګه دې نړيواله همکارۍ پياوړی کړي. هغه څلور فقره ييز وړانديزونه وړاندې کړل. لومړی نړيواله ټولنه بايد په دې مبارزه کې د بريا موندلو لپاره ګډې هڅې وکړي، ژر تر ژره دې د شلو هېوادونو ګروپ د روغتايي چارو د وزيرانو غونډه تر سره کړي،يو له بل سره دې اړوند معلومات شريک کړي،د اړوندو درملو او واکسين د څېړنې کارونه دې تر سره کړي،د دې ويروس د وقايي او کنټرول په برخه کې دې خپلمنځي همکارۍ وکړي تر څو له يو هېواد څخه بل هېواد ته د دې ويروس د خپرېدو مخنيوی وکړي او له هغو هېوادونو سره مرستې وکړي چې عامه روغتيايي سيستم يې کمزوری دی.

شي جين پينګ له ناول کرونا ويروس سره د مبارزې او په دې برخه کې د اړوندو مرستو د برابرولو په هکله ياد ګروپ ته وړانديز وکړ چې د روغتيا نړيوال سازمان تر ملاتړ لاندې دې د اړوندو معلوماتو تبادلې،د اړوندو تدبيرونو او عملياتو همغږي پياوړي کړي. هغه وويل، چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې پر افکارو ټينګار کوي او غواړي چې له نورو هېوادونو سره ګټورې تجربې شريکې کړي،د درملو او واکسين د ګډې څېړنې کارونه تر سره کړي او د خپل توان په اندازه دې له اړوندو هېوادونو سره مرستې وکړي. دوهم بايد د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې نړيوالې همکارۍ پياوړې شي. درېيم نړيواله ټولنه بايد په دې برخه کې د نړيوالو سازمانونو د رول له لوبولو څخه ملاتړ وکړي او څلورم د نړيوالو عمومي اقتصادي تګلارو همغږي دې پياوړې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای