CRI Online

شي جين پينګ: بايد د نړيوالې اقتصادي پرځيدا د مخنيوي لپاره د عمومي اقتصادي تګلارو همغږي پياوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-27 11:19:54

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۶مې نټيې په شپه په بېجينګ کې له ناول کرونا ويروس سره د مقابلې لپاره د شلو هېوادونو ګروپ د مشرانو په ځانګړې ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې د ناول کرونا ويروس خپرېدو نړيوال توليد او اړتياوو ته زيانونه رسولي دي. نو مختلف هېوادونه بايد د نړيوالې اقتصادي پرځيدا د مخنيوي لپاره د اقتصادي تګلارو همغږي پياوړی کړي او د ماليې او پيسو اغيزمنې تګلارې دې پلې کړي، د پولي چارو څارنه او همغږي دې پياوړې کړي او په ګډه سره دې د توليداتو د نړيوال برابرونکي ځنځير ثبات وساتي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای