CRI Online

د امريکا پوهنتون: امريکا په نړۍ کې پر ناول کرونا ويروس تر ټولو زيات اخته شوي کسان لري.

cri     (GMT+08:00) 2020-03-27 11:25:37
د امريکا د جانس هوپکينس(Johns Hopkins) پوهنتون د مارچ په ۲۶ مه نېټه د يو لړ شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د امريکا د ختيځې برخې پر وخت د ۲۶مې نېټې د ماښام تر ۶ بجو پورې په دغه هېواد کې پر ناول کرونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۸۲۴۰۴ ته رسېدلی چې په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.

د يادو شمېرو له مخې، نيويارک ايالت تر ټولو اخته شوي کسان لري چې ۳۷۸۰۲ ته رسېدلی دی.

د مارچ په ۲۶مه نېټه، د امريکا د نيويارک په ګرانډ مرکزي مترو کې ډېرو کمو مسافرينو تګ راتګ کاوه.

د مارچ په ۲۶مه نېټه، د نيويارک په بروکلين کې يوه مارکيټ ته خلک په ځانګړې فاصله کې په لين ولاړ دي.

د مارچ په ۲۶مه نېټه، د امريکا د نيويارک په مانهاتن ټايمز ميدان کې هيڅوک نه ښکارېدل  

د مترو په ګاډۍ کې هيڅوک نه ښکارېدل  

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای