د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۲۶مه نېټه د ناول کرونا ويروس د خپرېدو وروستي ورځني رپوټ خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د ۲۶مې نېټې د سهار تر ۱۰ بجو پورې نوي ۵۹۲۱۹ تنه پر ياد ويروس اخته کېدل تشخيص شوي او ۲۴۰۱ په تېره ورځ کې د دغه ويروس له امله مړه شوي دي. په اروپا کې د تشخيص شوي ناروغانو شمېر ۲۵۰۲۸۷ او د مړو شويو شمېر ۱۳۹۵۰ته رسېدلی دی چې په نړۍ کې تر ټولو سخته سيمه بلل کېږي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |