د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د مارچ په ۲۶مه نېټه د ناول کرونا ويروس پر ضد د شلو هېوادونو ډلې په ځانګړې ويډيويي سرمشريزه غونډه کې وينا وکړه او د G20 له مشرانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د ويروس پر ضد د مبارزې پلان جوړ کړي، خپل عمليات دې همغږي کړي او د اوسنيو ستونزو د ليرې کولو لپاره دې پرمختيايي هېوادونو ته مرستې برابرې کړي.
ښاغلي ګوتريس د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې انسانان اوس له ناول کرونا ويروس سره مبارزه کوي، خو تر اوسه يې ماتې خوړلې. د ده په خبرو د ويروس د خپرېدو ژر تر ژره مخنيوی بايد د نړيوالې ټولنې پر يوې ګډې ستراتيژۍ وګرځي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |