ئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۶مې نيټې په شپه په بېجينګ کې له ناول کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د شلو هېوادونو ګروپ د مشرانو په ځانګړې ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ. هغه پر دې ټينګا وکړ چې چين له ناول کرونا ويروس سره په مبارزه کې د روغتيا نړيوال سازمان د لارښوونکي رول د لوبولواو د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره د معقول تدبيرونو له نيولو څخه ملاتړ کوي تر څو د دغه ويروس د نړيوالې خپرېدا مخنيوی وشي. د شلو هېوادونو ګروپ بايد په دې برخه کې د اړوندو معلوماتو شراکت پياوړی کړي، د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره دې اغيزمنه لارښوونه خپره کړي او پر وخت دې په نړۍ کې د عامه روغتيايي خونديتوب د لوړې کچې غونډه تر سره کړي. چين به له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای له اړوندو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو څخه ملاتړ زيات کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |