CRI Online

شي جين پينګ له ډونالډ ټرمپ سره ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-27 16:19:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۷مه نېټه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه ورسره ټلېفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په دغو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د ناول کورونا ويروس له رامنځته کېدو راهيسې، چين تل په خلاصه، شفافي او مسولانه توګه په وخت د روغتيا له نړيوال سازمان سره او د امريکا په شمول له اړوندو هېوادونو سره د دغه ويروس د جيني لړ په شمول معلومات او د دغه ويروس د وقايې او کنترول تجربې شريکې کړي دي او کوي يې. همدارنګه، چين تر خپلې وسې پورې له اړتيالرونکو هېوادونو سره مرسته کوي. چين به پر دغو عملونو ټينګار وکړي، څو له نړيوالې ټولنې سره يو ځای له دغه ويروس سره په مقابله کې بريالی شي.

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې ساري ناروغۍ بې سرحدې او بې نژادې دي او د بشريت ګډ دښمن دی. نړيواله ټولنه يوازې د يووالي پر اساس په ياده مقابله کې بريالۍ شي. پرون د شلو سترو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د بېلا بېلو خواوو تر ګډو کوښښونو لاندې د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې زياتو ګډو نظريو ته رسېدلې او مثبتې نتيجې يې تر لاسه کړې. هيله لرم چې بېلا بېلې خواوې د يادو نظريو او نتيجو د پلې کولو، له دغه ويروس سره د ګډو مبارزو او د نړيوال اقتصاد د ثبات لپاره لا نژدې او پياوړې همکارۍ او همغږۍ وکړي. چين غواړي د امريکا په شمول له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د روغتيا د نړيوال سازمان د رول د پياوړتيا، د دغه ويروس د وقايې او کنترول د معلوماتو او تجربو د شريکولو، د علمي څيړنو په اړه د همکاريو، د روغتيا د نړيوال اداري سيسټم د بشپړتيا، د عمومي اقتصاد د همغږۍ، د بازار د ثابتېدو، د اقتصاد د زياتوالي د پياوړتيا، د خلکو د ژوند د تامينولو لپاره ګډ او دواملرونکي کوښښونه وکړي، څو په ټوله نړۍ کې د توکو د برابر ځنځير ثبات او امنيت وساتل شي.

نوموړي زياته کړه چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په کليدي وخت کې دي. که دواړه هېوادونه همکارۍ وکړي، ګټې به وساتل شي، که يو له بل سره مقابله وکړي، دواړو ته به زيانونه ورسېږي، نو همکاري يوازنی سم انتخاب دی. هيله لرم چې امريکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره واقعي عملونه وکړي، دواړه هېوادونه دې د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې همکارۍ وکړي او له مقابلې او محلې څخه پرته دې د متقابل درناوي پر اساس همکاريزې اړيکې ټينګې کړي.

ډونالډ ټرمپ په دغو خبرو کې وويل، ما په جدي توګه په ياده غونډه کې د ښاغلي رئيس وينا واورېده. ما او د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو ستاسې د نظريو او وړانديزونو ستاينې وکړې.

ډونالډ ټرمپ په دغو خبرو کې له رئيس شي جين پينګ څخه د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين د تدبيرونو په اړه پوښتنې وکړې او ويې ويل، چې دواړه هېوادونه اوس د دغه ويروس له ننګونو سره مخامخ دي. زه ډېر خوشحاله يم چې چين په دې برخه کې مثبتې نتيجې تر لاسه کړې. زه د چين له تجربو څخه ګټه اخلم. زه به د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړم. امريکا له چين څخه مننه کوي چې امريکا ته د دغه ويروس د وقايې او کنترول مواد يې برابر کړي او د دغه ويروس د تداوۍ د درملو د څيړنو په شمول د طب او روغتيا په برخه کې يې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړې دي. زه په ټولنيزو رسنيو کې څرګند کړی چې امريکايان د چينايانو درناوی کوي او ورسره مينې لري. د چين محصلين د امريکا د ښوونيزو چارو لپاره ډېر اهميت لري، نو امريکا به په خپل هېواد کې د چيني محصلينو په شمول د چينايانو د امنيت د ساتلو لپاره زيارونه وباسي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای