CRI Online

د چين پېشنهاد د نوي کورونا ويروس پر وړاندې نړيوالې مبارزې ته ټينګ باور او خوځنده ځواک ورکړی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-27 16:42:00

((نړيواله ټولنه اوسمهال ټينګ باور، يووالي او همکارۍ ته اړتيا لري، هراړخيزې نړيوالې همکارۍ دې پياوړې او ځواکمن او متحد قوت دې جوړ کړي، څو له دغې سختې ساري ناروغۍ سره د بشر په روانه مبارزه کې برياليتوب تر لاسه کړي. )) دغه غوښتنه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۶مې نېټې په شپه د نوي کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره د مبارزې په چارو کې د شلو هېوادونو ډلې په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې وکړه.

د نوي کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره د نړيوالې مبارزې په مهمه موده کې، دا لومړی ځل دی چې د نړۍ د عمده اقتصادي ځواکونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو د ويډيويي غونډې له لارې مخامخ بحثونه وکړل. د تګلارو او عملونو همغږي، د دغې ناروغۍ ضد د نړيوالو همکاريو پياوړتيا او د نړيوال اقتصاد ثبات د دې غونډې څرګندې موخې وې. شي جين پينګ په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه او ګډونوالو ته يې د چين اړوندې تجربې او لاسته راوړنې وروپېژندلې، له چين سره د نړيوالې ټولنې د مرستو او ملاتړ په مناسبت يې له اړوندو هېوادونو مننه وکړه او د دغې ناروغۍ د وقايې او کنترول په برخه کې يې د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا او د نړيوال اقتصاد د ثبات په اړه وړانديز وکړ.

په تاريخ کې داسې شېبې بيا بيا رامنځته کيږي. په ۲۰۰۸ کال کې په نړۍ کې د پولي بحران څپې د پورته کېدو په حال کې د شلو هېوادونو ډلې مشران په واشينګټن کې راغونډ شول او د پولي بحران د پراخوالي د مخنيوي په اړه يې زياتې ګډې نظريې تر لاسه کړې. چين په همدې کال کې د يو لړ اقتصادي هڅوونکو تګلارو په عملي کولو د نړيوال اقتصاد په بيا سمسورتيا کې د تحريک قوت رول ولوباوه. له ياد بحران ۱۲ کاله وروسته يو ځل بيا په نړۍ کې د لويې ناروغۍ پر وړاندې د شلو هېوادونو ډلې د بېړني غبرګون ميکانيزم پيل شوی. نړيواله ټولنه دې ته سترګه په لار ده، چې چين به يو ځل بيا له دغه روغتيايي بحران سره په نړيواله مبارزه کې لارښوونکی رول ولوبوي.

شي جين پينګ په دغه ځانګړې سرمشريزه غونډه کې ۴ فقره ييز وړانديز وکړ چې د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول لپاره نړيوالې هلې ځلې، د اغېزمنو اړوندو نړيوالو همکاريو تر سره کول، له نړيوالو سازمانونو ملاتړ او د نړيوالو عمومي اقتصادي تګلارو د همغږۍ پياوړتيا پکې شامل دي.

دغه ۴ فقره ييز وړانديز نه يوازې په نړۍ کې د دغې ناروغۍ د وقايې او کنترول لپاره بلکې د نړيوال اقتصادي ثبات د ساتلو لپاره هم ګټور دی. دغه پېشنهاد د يووالي، همکارۍ او همغږۍ څرګند پيغام ورکړی او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره د چين يو رښتيني عمل هم دی.

د بېجينګ پر وخت د مارچ د ۲۷مې نېټې تر ۱ بجې پورې د نړۍ په ۱۹۹ هېوادونو او سيمو کې پر نوي کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۶۵ زره تنه ښودل شوی او د مړو شويو کسانو شمېر تر ۲۱ زرو تنو زيات دی. هغه ځيني هېوادونونه چې د وقايې او کنترول حالات يې ښه او ثابت شوي، له بهر څخه د ويروس د ننوتنې له خطر سره مخامخ دي. شک نشته چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې تر ټولو بېړنی کار مخنيوی دی.

ويروس د انسانانو ګډ دوښمن دی او هيڅ هېواد پخپله دغه مسئله نه شي حلولی، نړيواله ټولنه يووالي او همکارۍ ته اړتيا لري، نه دا چې د خپلو ګټو له امله نور هېوادونه بدناموي او د خپل ځان او نورو په زيان کار کوي. د زياتو هېوادونو شخصيتونو ويلي چې په دغه موده کې دا روښانه شوې چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په اړه د چين پيشنهاد رښتينی او بېړنی کار دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای