د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د نوي کورونا ويروس پر وړاندې د شلو هېوادونو ډلې د مشرانو ځانګړې سرمشريزه غونډه د مارچ په ۲۶مه نېټه په بريالۍ توګه تر سره شوه. د دې غونډې په اعلاميه کې د نوي کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره د ګډې مبارزې او د نړيوال اقتصادي ثبات د ساتلو په اړه د نوموړې ډلې د غړو د يووالي مثبت پېغام ورکړل شوی. چين هيله لري چې له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د دې غونډې لاسته راوړنې عملي کړي.
ګنګ شوانګ په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چين هيله لري چې له نړيوالې ټولنې سره د دغې غونډې لاسته رواړنې ښې عملي کړي. باور لرو چې د اړوندو خواوو د ګډو کوښښونو له لارې دغه ويروس ته ماتې ورکېدای شي، د بېلا بېلو هېوادونو روغتيا به ښه وساتل شي، عادي ژوند او توليدي چارې به بيا اعاده شي، خپلمنځي همکارۍ به لا پياوړې او نړيوال اقتصاد به ثابت شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |